Banner

مينتوب/ آرش ننګيال

18.12.2008 11:44 اوف څه بده پېښه ده، زه وايم چې له دا ډول پېښې سره په ټوله نړۍ کې يواځينی کس زه مخ شوی يم. ما وې چې روغ په مځکه ننوځم.
     نه پوهېږم چې دا هر څه به زما د ساده توب او که د هغوی د بازاريتوب پايله وه.
د پېښور او کابل چاپېريال او فضا ډېر تو پير سره لري؛ خو ځينې ولايتونو سره به بيا دومره توپير نلري؛ لکه ننګرهار او کونړ...کله چې له ننګرهار نه پېښور ته مهاجر کېدلو د پلار په وينا مې زه يو کلن وم. په مهاجرت او ډېرې غريبۍ کې مې تر ماسټري پورې زده کړې وکړې، د افغانستان ډالرو په پېښور کې ډېر افغانان په ځان پسې لېوني کړي وو، ان يو شمېر پاکستاني يې هم ځانته راکش کړي وو.
       همدا چې له درسونو نه خلاص شوم؛ نو د کابل موسسو په ځان پسې زه هم ورکش کړم. له دوو مياشتو منډو رامنډو وروسته مې په يوې موسسې کې خپل د خوښي کار په ډېر معاش تر لاسه کړ. د دومره معاش تصور مې هم نه و کړی. هغه د غريبۍ او مهاجرت شپې ورځې مې رايادې شوې، چې پلار غريب به مې د مېوو کراچۍ له غوږونو نېولې او پوليسان به ورپسې ول، د پلار هغه نارې، چې به يې  د يو درجن کيلو د خرڅولو لپاره وهلې.
دفتر ته په ډېر شوق او مينه راتلم. نزدې سلو نارينه اوښځو جينکيو پکې کار کاو، چې هر يو د (٢٠٠٨ ) کال په موډ ځانونه جوړ کړي وو. که څۀ هم زه د هغوی په نسبت لوکس نه وم؛ خو په ځان مې ډېرې ګوتې وهلې، زه هغه وخت په همکارانو ګران شوم، چې د کار او استعداد نوم مې په دفتر کې خور شو. د هر يو مرستې ته به لاس په نامه ولاړ وم، د هغوی ټولو لويه ستونزه داوه، چې له  ډېرو همکارانو سره به په خبرو نه پوهيدم؛ ځکه هغوی په پښتو او زه په دري نه پوهېدم، کله کله به مو په انګليسي مشکل حل کاوه؛ خو هغوی به انګليسي کې هم ډېرې ستونزې درلودې، په تېره بيا په  تلفظ کې. د ډېرو همکارانو د تعليم کچه راته ټيټه ښکاره شوه، خوما به خپل کار کاو په ډېرو خبرو پسې نه ګرځېدم. په شعبه کې راسره درې هلکان او دوه جينکۍ وې، چې ډېر مې ورسره ساعت تېر و؛ خو زما پام بيا د ( کمونو کيشن ) د شعبې جينۍ سونتيا ځان ته اړولی و. سونتيا زما د شعبې د همکارې  خورلڼه وه. کله کله به يې منتو او پيرکي هم دفتر ته راوړل، چې زما برخه به پکې مالومه وه، هره خبره به يې په خندا کوله.
يوه ورځ د شعبې ملګري ذبيح راته پټ وويل، سونتيا درباندې ګرمه ده پام کوه! د ذبيح دا خبره ډېره خوږه راباندې ولګېده؛ خو ځان مې غلی کړ هيڅ مې ونه ويل.
نژدې دوه مياشتې به مې وتې وې، چې يوه شپه په خپل اطاق کې  د تل په څېر په مطالعه بوخت وم، چې تېلفون مې  وشرنګېده، همدا چې اه مې کړ. نا څاپه مې د جينۍ غږ تر غوږو نو شو، چې په عادي ژبه يې خبرې کولې، که څۀ هم زما په دري پسې به تل ملګرو خندل؛ خو په ماته ګوډه ژبه مې خبرې ورسره پيل کړې، نوم يې تر پايه راته ونه ښوده؛ خو له خبرو يې داسې پوی شوم، چې مينه راسره لري ويل يې: له هغې ورځې چې دفتر ته راغلی يې په ما اور بل شوی دی. ډېرې زړورې خبرې يې کولې، زه په دې باوري شوم، چې خامخا سونتيا ده.
تقريباًََ يوه مياشت مو هره شپه خبرې کولې، بې شمېره کارډونه مې ورلېږل، چې خبرې راسره وکړي؛ خو د ورځې لخوا به يې تيليفون بند و، کله کله به شک پسې واخيستم.په دفتر کې مې ډېرې سترګې غړولې، چې هغه جينۍ راپيدا کړم؛ خو په دې برخه کې مې هيڅ مهارت او تجربه نه درلوده، دا زما لومړی ځل و، چې له يوې جينۍ سره خبرې کوم، هغه هم د مينې خبرې.
      په پېښور کې مې تر ماسټري پورې درس وويلې؛ خو تر پايه راسره کومه جينۍ همصنفۍ نه شوه، پرته له دريو ښځو، د جمعې په شپه مې له ځان سره دا تړون کاوه، چې بايد په يو نه يو ډول دا جينۍ ووينم، چې په همدې وخت کې د هغې مسکال راغی، په بيړه مې ورته زنګ وواهه، په داسې ډول مې خبرې ورسره پيل کړې، چې ګوندې په قار يم، همداسې وشول، له واره يې رانه پوښتنه وکړه. ما ورته ووې، چې زه له تانه خپه يم، هره ورځ په ما کال تيريږي؛ خو تا له ځانه د انځر ګل جوړ کړی دی. نورې ډېرې خبرې چې له وړاندې نه مې جوړې کړې وې ورته وکړې. چې له ډېر ټينګار نه يې راسره ومنله. د جمعې ورځ درې بجې يې  په بابر بڼ کې راسره وعده کېښوده. شپه اوورځ راباندې لکه يو کال تېر شول، په ټاکلې وخت مې ځان بابر بڼ ته ورساوه. بڼ ته په ننوتو حيران شوم. په کابل کې مې داسې ښکلی او پرته له دوړو ځای تر اوسه نه و ليدلی. په لوی، سمسوره اوښکلي بڼ کې د هرې ونې لاندې به يوې يوې کورنۍ د مېلې لپاره ځان ته ځايونه جوړ کړي وو. په ګوښه ځايونو کې به بيا هلک او جينۍ سره بنډار کاو. بڼ لوی و، سر او پای يې راته معلوم نه و، بيا مې هغې ته زنګ وواهه، هغې ويلې، چې پورته غره خواته راشه، دلته يو د مرمرو نه جوړ وړوکې جومات دی، همدلته به درته ولاړه يم. زه لا وخته راغلې يم. په پوښتنه پوښتنه مې جومات پيدا کړ. له لېرې نه مې د جومات شاوخوا خلک له نظره تېر کړل؛ خو داسې څوک مې پيدا نکړل، چې زه يې وپېژنم. تر څنګ يې په پوړيو ودرېدم او بيا مې ورته زنګ وواهه. خپل ځای مې ورته وروښود، ويل يې زه همدلته يم، دادی پر لاره يم تيلي فون بند کړه. غلی په خپل ځای کې ودرېدم، سخت تلوسې پسې اخيستی وم، زړه مې وارخطا ښکارېده، چې دې وخت کې مې چا په اوږو لاس کېښود. وروسته مې وکتل، تيلي فون مې له لاس نه ولويد، پښې مې سستې شوې، په چغو چغو د خندا اوازونه شول. ما ويلې چې زمکه وچوي او زه پکې ننوزم؛ خو هيڅ هم ونشول، دا زما د ملګري همکاران وو، چې ( وايس چېنجر ) يې غږ بدل کړی و. په لومړي ځل مې ټکنالوجي ته قهر راغی.

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.